ربي بنيامين چي د تودلا څخه دی په 12 مه مېلادي پېړۍ کي ليکي:

هغه اسرائيليان چي د غوزان پر سيند او نيسبر غرونو (د افغانستان او ايران پوله)

باندي يې ژوند کړی، وايي چي د اسرائيلو څلور ټبرونه په همدې غرونو کي اوسېږي.

دا ټبرونه (دان، زيولون، اشېر او نفتالي)

دي چي د اسيريا د پاچا (شلمانسار) له ماتي راهيسي دلته اوسېږي

د اسيريا پاچا نور ټبرونه له ځانه سره ميډيس ته بوتلل.

ميډيس يې پخوا خراسان ته ويل

(د سيفره ياشير او نوح په وينا چي د دور هه پلاګا په دايره المعارف کي راغلي).

خراسان يوه سيمه ده چي افغانستان يې يوه برخه ده.

اصف او افغانه په يورشيلم (اوسني بيت المقدس) کي هم د پوځي او د ملکي چارو د تنظيم واګي په لاس کي درلودلې.

په دغه وخت کي يې اسرائيليان له ځانه سره د اوسني افغانستان غرنيو ولايتونو لکه غور، غزنی (غزنين)،

کابل، کندهار او فېروز غره يا فېروز کوه ته بوتلل

(دا خبره د افغانستان تاريخ نومي کتاب چي په 17 مه پېړۍ کي ليکل شوی، راغلې).

په ښکلا کي هيڅوک تر پښتنو نه شي وړاندي کېدلای ځکه چي دوی د يعقوب پېغمبر د کورنۍ څخه دي.

(دا خبره د پښتو وتلي شاعر خوشحال خټک د 1613 څخه تر 1689 کلونو کي په خپلو شعرونو کي راوړې).

زما د اکا زامنو راته وويل چي د چنګاښ ډوله ماهي، لکۍ لرونکي ماهي او چنګاښ غوښي خوړل حرام دي.

خو ما به دوی ته هر وخت ويل چي د چنګاښ ډوله ماهي غوښي خوړل د اسلام له نظره حلال

دي خو دوی د دې کار څخه سخته ډډه کوله. خو زه وروسته و پوهېدلم چي دوی دا خبره له کومه ځايه را اخيستې!

زموږ په کلي کي 30000 خلک اوسېږي چي يواځي يوه يې د يوې نجلۍ سره چي پښتنه نه ده، واده وکړ چي له دې کبله له کلي و شړل شو.

ان تر دې چي خپله کورنۍ يې لا هم خبري نه ورسره کوي.

موږ شيدې د غوښو سره يوځای نه خورو او ان په يوه لوښي کي يې لا نه سره اچوو.

کله چي يو څاروی حلال کړو نو وينه يې هرو مرو تر خاورو لاندي پټوو.

او ای د ادم زويه، يو لرګی راواخله او پر وليکه چي (دا لرګی د يهودا، د اسرائيل د اولادو او د هغو د ملګرو دی)،

او همدارنګه پر يوه بل لرګي وليکه چي (د يوسف دی) او پر يو بل د ابراهيم او د اسرائيل کورنۍ او ملګرو دپاره وليکه.

چي دا به زما په لاس کي په يوه بدل شي (يهيزکل پيغمبر 37).

موږ غواړو چي ټول سره يوځای د (ژون پر غره) سره را ټول شو. لاسونه سره ورکړو او نړۍ ته وښيو چي اسرائيل ژوندي دي.

ان تر دې چي جغرافياوي او مذهبي توپيرونه به هم ونه شي کولای چي تر زرګونو کلونو وروسته يوځل بيا زموږ د ورورولۍ مخه ډب کړي.

او د افراييم کينه به هم سړه او د يهودا سيالي به هم له منځه ولاړه شي؛

افراييم به نور له يهودا سره کينه نه کوي او نه به هم يهودا هغه آزاروي. (يوهايا ۱۱)

موږ د دې دپاره پيدا شوي يو چي بايد د خپلو نسلونو سره مينه ولرو،

او د زوکړي له ورځي دا راښوول شوي ده چي که اسرائيليان سره يومټی شي، که څه يې هم خدای د يومټي کېدو مخه نيسي،

خو بيا هم دا چي موږ پر حق يو نو ماتې به ونه خورو... خو که زموږ ټول ټبرونه سره يومټی نه وي،

نو دا د يوه معيوب انسان مثال لري. لايرن لالو، يهودي اسرائيل.

تاريخ به له سره تکرار شي، او د افغانانو په ګډون به د نړۍ پر مخ ټول د اسرائيل نسلونه د خپل نسل د پياوړتيا دپاره

کار وکړي ترڅو تاريخ له سره جوړ او د اسرائيل ملت لوی او پراخ کړي. فيضان افغان د افغانستان څخه.

بيا سره يوځای کېدل خورا اهميت لري. د دې خبري وړاندوينه په اسلام او يهوديت دواړو کي شوې.

دا کار به د نړۍ خلکو ته د يوه سوليز زرين ژوند زېری ورکړي. جان افغان د متحدو عربي اماراتو څخه.

موږ هره ورځ رټل کېږو او له پېړيو، پېړيو راهيسي وژل کېږو.

نو ځکه اړينه ده چي بايد د خپلو ټبرونو سره يوځای شو ترڅو له دې رټلي ژوند څخه را ووځو.

احمد خان مومند، افغان، د پاکستان څخه.

وړاندويني وايي: که موږ سره يوځای شو نو د هري بلا څخه به خلاصون و مومو. داود پسانتي، يهود، اسرائيل.

د اسرائيل د پښتني نسل سره يوځای کېدل زما د ژوند يوه لويه مهمه خاطره ده. چرلي کنوې، يهود، لندن.

موږ ټول يو ملت يو، چي خدای پيدا کړي يو. خو زموږ دښمنان زموږ په وېشلو کي برلاسي شوي،

نو راځئ چي په دې کار کي د دوی د بريا مخه و نيسو. آفر فريليچ، يهود، اسرائيل.

"دا به په هغه ورځ څرګنده شي چي کله يوه لويه نغاره (شپېلۍ) وږغول شي؛ نو په دغه ورځ به هغه چي د آسوريا(Assyria)

په سيمه کي ورک او هغه چي مصر ته کډه شوي، ټول راشي او په يورشيلم (بيت المقدس)

کي به پر سپېڅلي غره د خپل څښتن په حضور کي ځانونه تسليم کړي.”

- پيغمبر يشايا ۲۷

"د خپل ټبر سره بيرته يوځای کېدل ستاسي دپاره ځکه اهميت لري چي دا ستاسي هويت (پېژندنه) دی.

زه تيار يم چي زما د هغې کورنۍ سره بيرته يوځای شم چي ډېر وخت را څخه ورکه وه.

د لاس ګوتي ټولي يو ډول نه وي، خو بيا هم په يوه خپړ پوري تړلي وي چي د دوی د

همدې يو ځایوالي څخه يوه غښتلې د لاس منګول او سوک جوړېږي. کېدای شي تاسي زما د دې جملې په معنی پوهېدلي ياست."

- کاناډا کي مېشت خادم "افغان".

"دا خورا مهمه ده چي د افغانستان خلکو ته د دوی په دغه سخت حالت کې هيله بخښونکې انګېزه ورکړو.

زه په دې باوري يم چي د اسرائيلو سره بيرته يوځای کېدل به دوی (افغانان) ته تر مادي ګټو زياتي نېکمرغۍ

ورکړي، لکه زموږ د يوګوني ملت لاسته راوړني او د تقدير او هويت لوړ احساس درلودل.

او يهودان به له افغانانو څخه رښتينې زړورتيا، ټينګ عزم او جګړييزه غښتلتيا زده کړي."

- يشايا "ګينسبرګ"، اسرائيلي يهود.

"موږ د پخوا څخه د اسرائيلو سره د هيڅ شي پر سر شخړه نه لرو، او نه مو هم د يو بل سره جګړه کړې؛ نو ولي بايد ډيپلوماټيکي اړيکي ونه لرو؟

دا چي عربان د اسرائيلو مخالف دي، نو موږ ولي د هغوی د ګټو دپاره د اسرائيلو سره بدي وکړو؟

موږ (افغانان) يو خپلواک ملت يو، موږ بايد خپله د خپلي بهرنۍ کړنلاري په اړه پرېکړه

وکړو او په دې لاره کي بايد د ايران او عربو پر ګامونو پښې کښې نه ږدو.

زه باوري يم چي موږ (افغانان او اسرائيل) په ګډه، کولای شو چي خپل دولتونه دوستانه اړيکو جوړولو ته و هڅوو."

- په امريکا کې مېشت افغان، نقيب الله “اسحاقزی”.

"دښمنانو ته پيغام: که چېري ۲۰۰ کاله مخکي چا دا خبره کړې وای چي د ميليونونو دښمنانو په منځ کي ايسار يهودي دولت به بيرته را ژوندی

کېږي او د خپل اصلي موقعيت او ملکيت څخه به په خپله دفاع کوي نو خلکو به ډېر پرې خندلي وای.

خو هغه وخت هم د نړۍ پر مخ هر يهودی په دې پوهېده چي دا بد وخت به تېر او هر څه به سم شي.

نو که تاسو هوښياران ياست، زموږ مخالفت مه کوئ. موږ به بېرته سره يوځای شو."

- ناداف "سوفي"، اسرائيلي يهود.